د چين د وزارتي او ولايتي چارواکو ځانګړی سيمينار د جولای په ۲۶مه او ۲۷مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شو. دغه سمينار ((د شي جين پينګ د مهمو ويناوو د زده کړه کولو او د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس هرکلي)) په عنوان ترسره شو.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ هم په دغه سيمينار کې برخه اخيستې وه او په خپلې وينا کې يې پر دې ټينګار کړی، چې د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس چې ژر به تر سره شي، د سوسياليستي عصري هيواد د هراړخيزې ابادۍ مهمې مرحلې ته د ننوتلو په درشل کې به يوه خورا مهمه غونډه وي، د چين هېواد او کمونېست ګوند په راتلونکو کارونو، د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په ايندې او برخليک او د چيني ملت په بيا سمسورتيا پورې نيغې اړيکې لري.
نوموړي پر دې ټينګار کړی، چې د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس به د يو پياوړي عصري سوسياليستي هېواد د جوړولو په پار د دوو ګامونو پر ستراتيژۍ لرليد وکړي، د راتلونکو پنځو کلونو ستراتيژيکې دندې او سترې تګلارې به وټاکي.
(ژباړه: شکريه)