د سوماليې پوځ د جولای په ٢٧مه نېټه ويلي، چې په همدې ورځ د دغه هېواد په جنوب د کوزې شابېلې سيمې په مارکا علاقه دارۍ کې ځانمرګي بريد شوی، چې له امله يې لږ تر لږه ١٠ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.
د سومالیې پوځ یوه افسر عبداللهي علي ويلي، چې ځانمرګي بریدګر د مارکا د حکومتي ودانۍ پر وړاندې بمونه الوځولي او د مارکا سیمه ایز کميشنر عبدالله علي واف يې هم په برید کې وژلی دی.
الشباب ډلې د برید مسئوليت پر غاړه اخيستی او ویلي یې دي چې د برید هدف يې ځايي حکومتي چارواکي وو.
(ژباړه: شکريه)