د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئیس شي جين پينګ د جولای په ۲۸مه نېټه د چين کمونېست ګوند او د نړۍ د مارکسيستي سياسي ګوندونو ترمنځ فورم ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
نوموړي په خپل پيغام کې ويلي، چې د نړۍ په وضعیت کې ستر بدلون راغلی او دا د مارکسیزم سیاسي ګوندونو ګډ مسؤلیت دی، چې په خپلو هېوادونو کې د مارکسیزم نظریې ښې تطبیق او د حقیقتونو په رڼا کې د انسانانو راتلونکي لار روښانه کړي.
شي جين پينګ ويلي، چې د چین کمونېست ګوند به د بېلا بېلو هېوادونو له مارکسیستي سیاسي ګوندونو سره تبادلې پياوړې او د زمانې پرمختګ له مخې به مارکسیزم بډایه او پراخ کړي، تر څو د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو په بهیر کې د مارکسیزم توان لا نور پياوړی ښکاره شي.
(هیله)