چين: امریکا، بریتانیا او استرالیا باید د اټومي اوبتلونو د همکارۍ پرېکړه لغوه کړي
CMG2022/07/29 11:16:48
شريکول:

امريکا، بریتانیا او استرالیا څو ورځې مخکې د اټومي وسلو د نه خپریدو تړون د بيا کتنې لسم کنفرانس ته د "درې اړخیزې امنیتي ملګرتیا" په اړه کاري سند وړاندې کړی او پکې يې د اټومي اوبتلونو په برخه کې د خپلمنځي همکارۍ دفاع کړې ده.

اندونیزیا هم ياد کنفرانس ته کاري سند استولی او د يادو هېوادونو د خپلمنځي همکاريو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ٢٨مه نېټه په يوې عادي خبري غونډې يو ځل بیا پر امريکې، بريتانيې او استراليا غږ وکړ، چې د سيمه يیزو هېوادونو هيلو ته درناوی وکړي، د اټومي اوبتلونو د همکارۍ پرېکړه دې لغوه کړي او د سيمې او نړۍ سولې او امنيت ته د زيانونو له رسولو څخه دې ډډه وکړي.

جاو لي جيان زياته کړې، چې د امريکې، بريتانيې او استراليا د اټومي اوبتل همکاريو د نړيوالې ټولنې جدي انديښنه راپارولې او چين هم په زياتو مواردو کې يې پر ضد خپل مخالفت څرګند کړی او د پروسږ کال په ډسمبر کې يې د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون د بياکتنې لسم کنفرانس ته هم اړوند کاري سند وړاندې کړی دی.

(ژباړه: شکريه)