د کندهار ولایتي ادارې د جولای په ۲۸مه نېټې په یوې اعلاميې کې ويلي، چې د دې ولایت په ځینو سیمو کې د سختو بارانونو له امله سیلابونه رامنځته شوي او ۸ تنه يې وژلي او ۴ تنه يې نور ټپیان کړي دي.
اعلامیه وايي، چې د کندهار په سپين بولدک، ژيړۍ او ارغندب کې سخت سیلابونه راوتلي او لسګونه کورونه يې ويجاړ کړي دي.
د افغانستان سرپرست حکومت په چورلکو سره سیلاب ځپلو سیمو ته د بشردوستۍ مرستې رسولي او ټپيان يې روغتونونو ته ليږدولي دي.
(هیله)