د چین اېم سي سي ډلې له زلزله ځپلو افغانانو سره مرسته وکړه
CMG2022/07/29 12:59:57
شريکول:

د چین اېم سي سي ‌ډلې د جولای په ۲۸مه نېټه له زلزله ځپلو افغانانو سره مرسته وکړه او د افغانستان سرپرست حکومت ته یې وسپارله. افغان لوري ته د دغو مرستندويه توکو د سپارلو مراسم په کابل کې د کانونو او پيټروليم وزارت کې تر سره شول.

په يادو مراسمو کې د چین سفیر وانګ یو، د افغانستان د کانونو او پيټروليم وزارت سرپرست شهاب الدين دلاور او د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت سرپرست مرستیال مولوي شرف الدين مسلم ګډون کړی و. 

سفیر وانګ یو په خپلو خبرو کې وویل، چې چین د افغانانو پر وړاندې موجودو ستونزو ته جدي پاملرنه کوي او تر وسې پورې يې د مرستې لاس ورکړی دی.  د چین اېم سي سي ډلې د خپل حکومت غوښتنې ته فعال ځواب ورکړی او د ۲۰۰ زرو ډالرو په ارزښت يې له زلزله ځپلو افغانانو سره مرسته کړې، چې پکې اوړه، وريجې، غوړي او لږه اندازه نغدي پيسې شاملې دي.

 نوموړي زیاته کړې، چې چین به د خواړو، طبي درملنې او د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره دوامدارې مرستې وکړي.

وانګ یو وويل، چې چين د افغانستان مسئلې سوله ییزې خبرې اترې هڅوي او د دغه هېواد د سوله ييزې ابادۍ لپاره به رغنده رول ولوبوي. (هیله)