په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۵۷۱ میلیونو، ۱۹۸ زرو او ۹۰۴ ته رسېدلی
CMG2022/07/29 13:00:58
شريکول:

روغتیا نړیوال سازمان د جولای په ۲۸مه نېټې تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د ماسپښین تر ۶ بجو او ۳۴ دقیقو پورې په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا ۱ میلیون، ۴۶ زره او ۱۷۳ کسان اخته شوي او عمومي شمېر يې ۵۷۱ میلیونو، ۱۹۸ زرو او ۹۰۴ تنو ته رسېدلی دی.

روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې په همدې مودې کې د دغې وبا له امله ۲۱۴۱ تنه مړه شوي او د مړینې عمومي شمېر یې ۶ میلیونه، ۳۸۷ زره او ۸۶۳ تنو ته رسيدلی دی.

 (هیله)