د ایران پولیسو د جولای په ۲۸مه نېټه خبر ورکړی، چې اسرائيل ته د جاسوسۍ په تور یوه ۵ کسیزه ډله يې نيولې ده.
د ايران پولیس وايي، چې دغې ډلې د اسرائیل لپاره خدمتونه کول او د اسرائیل د استخباراتي ادارې ((موساد)) په لارښوونې يې د ایران له حساسو ځایونو مالومات راټول کړي دي.
پولیس وايي، چې يادې ډلې په هېواد کې دننه د اور بریدونو او د ایران ضد تبلغاتو کې هم لاس لري او پوليس له پوره پلټنې او څارنې وروسته بريالي شول، چې ياده ډله ونیسي.
د مالوماتو له مخې، د ايران پوليسو څه موده مخکې د اسرائيل استخباراتو ادارې((موساد)) ته د جاسوسۍ په تور يوه بله ډله هم نېولې وه.
اسرائیلو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
(هیله)