شي جين پينګ له جو بايډن سره ټيليفوني خبرې وکړې
CMG2022/07/29 11:05:59
شريکول:

 د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۲۸مې نېټې په ماښام له خپل امريکايي سیال جو بايډن سره ټليفوني خبرې کړي او د چين او امريکا د اړيکو او د ګډې علاقې وړ مسئلو په اړه يې ورسره د نظر تبادلې کړې دي.

 شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار کړی، چې د ستراتيژيکو سياليو له نظره د چين او امريکا اړيکو ته کتل او چين د تر ټولو مهم مخالف او سخت ننګوونکي په توګه بلل، نه يوازې د چين او امريکا تر منځ د اړيکو او د چين د پرمختګ په اړه سوتفاهم دی، بلکې د دواړو هېوادونو خلک او نړيواله ټولنه هم ګمراه کولای شي.

 دواړه خواوې بايد په هره کچه خپلمنځي اړيکې ټينګې او له موجوده ارتباطي چينلونو دې ښه ګټه پورته کړي او دوه اړخيزو همکاريو ته دې وده ورکړي.

شي جين پينګ د نړیوال اقتصاد اوسنی وضعیت له ننګونو ډک بللی او ويلي يې دي، چې چين او امريکا بايد د لويو اقتصادي تګلارو د همغږۍ، د نړيوال صنعتي ځنځير او د عرضې نړيوال ځنځير د ثبات د ساتلو او په ټوله نړۍ کې د انرژۍ او خوراکي توکو د خونديتوب لپاره خپلمنځي اړيکې ښې وپالي.

نوموړي ويلي، چې د دواړو هېوادونو د اړیکو پرېکول، نه يوازې د امريکا له اقتصادي پرمختګ سره مرسته نه کوي، بلکې نړيوال اقتصاد به نور هم وځپي او سخت به یې زیانمن کړي. دواړه خواوې بايد د سيمه ييزو مسايلو د ښه والي لپاره ګډ کوښښونه او د کرونا وبا له خپرېدو څخه د نړۍ د ژغورلو په پار مرستې وکړي، د اقتصادي رکود او بحران د مخنيوي لپاره باید کوښښونو ته وده ورکړي او د ملګرو ملتونو په پر مرکزيت نړيوال سيستم او د نړيوالو قوانينو پر بنسټ بايد نړیوال نظم وساتي.

 

 شي جين پينګ د تايوان مسئلې تاريخي لامل ښکاره او څرګند بللی او ويلي يې دي، چې د تايوان تنګي دواړه غاړې په يو چين پورې اړه لري او دا يو نه بدلېدونکی حقيقت دی او امريکا هم بايد د يو چين د پېژندنې اصل ته غاړه کېږدي او د چين او امريکا درې ګډې اعلاميې باید عملي کړي.

 جو بایډن په خپلو خبرو کې ويلي، چې نننۍ نړۍ په یوې کليدي مودې کې ده او د امريکا او چين همکارۍ نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه دي، بلکې د نورو هېوادونو خلکو ته هم ګټې رسوي.

نوموړي هيله ښودلې، چې هېواد به یې له چين سره خبرې اترې روانې وساتي، متقابل تفاهم به ورسره پياوړی او له غلط فهمۍ څخه به ډډه وکړي.

نوموړي ويلي، چې امريکا به له چين سره د ګډو ګټو لرونکو برخو کې همکارۍ وهڅوي او خپلمنځي توپيرونه به په سمه توګه اداره کړي.

جو بايډن يو ځل بيا په ټينګار ويلي، چې د یو چین د پېژندنې په اړه د امريکا کړنلاره نه ده بدله شوې او نه به هم بدله شي او امريکا د تایوان د "خپلواکۍ" ملاتړ نه کوي.

(ژباړه: شکريه)