امريکا د جنوبي سمندرګۍ اوبه نشي خړولی
CMG2022/07/29 15:12:45
شريکول:

امريکا په يوې مياشتې کې دننه څو څو ځلې جنوبي سمندرګي ته پوځي بېړۍ ليږلي او د چين پر قانوني دفاعي کړنو يې نیوکې کړې دي.

دا ځلاند حقیقت دی، چې چين پر جنوبي سمندرګي پوره  حاکميت  لري.

دوو امريکايي چارواکو د روانې میاشتې په ۲۶ مې نېټې يوځل بیا د جنوبي سمندرګي خبره را پورته کړې او د چين قانوني دفاعي کړنې يې نامسئولانه بللي او ويلي يې دي، چې د بېجينګ کړنې به د سختو پېښو سبب وګرځي.

د امريکايي چارواکو له يادو خبرو سره هممهاله د دغه هېواد د رونالډ رياګن سي وي اېن ـ ۷۶ (( Ronald Reagan CVN-76)) په نوم الوتکه وړونکې بېړۍ يو ځل بیا له سينګاپور څخه د جنوبي سمندرګي په لور خوځېدلې ده.

امريکا د اسيا جنوب ختيځې سيمې هېواد نه دی، خو له ډېرو کلونو راهیسې پر سمندر د ازاد تګ راتګ په پلمه په جنوبي سمندرګي کې خپل پوځي قوت ښيي او د دې سمندرګۍ د پوځي کېدو تر ټولو لوی لامل ګرځېدلی دی.

امریکې، بريتانيې او استراليا تېر کال د اټومي اوبتل درې اړخيزې ملګرتيا (AUKUS) پېل کړي او د ډېرو هېوادونو اندېښنې يې راپورته کړې دي.

امريکا ورپسې په بل ګام کې، د اسيا او ارام سمندر سيمې کې د خپل پوځي شتون د پراخولو په موخه د خپلو سمندري ځواکونو اټومي مالومات له استراليا سره شريک کړي او د جنوبي سمندرګي امنيت يې له زياتو ګواښونو او ننګونو سره مخ کړی دی. د امريکې دغې کړنې د سيمې هېوادونو اندېښنې لا پسې زياتې کړې دي.

د امريکا د بينفولډ ډي ډي جي ـ ۶۵((Benfold DDG-65)) په نوم توغندي ضد بېړۍ د روانې مياشتې په نيمايي کې د چين د حکومت له اجازې پرته د دغه هېواد شي شا سمندري سيمې ته ننوتله او په اخیر کې د چيني سمندري ځواکونو لخوا له يادې سيمې وشړل شوه.

امريکا د چين امنيتي ګټې ګواښي او پر ملي حاکميت يې تېری کوي او د جنوبي سمندرګي سوله او ثبات ويجاړوي، خو برعکس د چين ځوابي عمليات بیا بې ځايه بولي او د هرې بدې پايلې مسئوليت پر چين اچوي.

د واشنګټن د يادو کړنو او خبرو موخه دا ده، چې د چين او د جنوبي  سمندرګي د شاوخوا هېوادونو اړيکې متزلزلې او نفاق  پکې  خور  کړي.

امريکا د اسيا او ارام سمندر سيمه د لویو هېوادونو ترمنځ د سيالیو عمده ډګر بولي او جنوبي سمندرګی له شکه پرته د چین د مخنيوي او د خپلې بادارۍ د ساتلو د مهمې الې په توګه کاروي.

جنوبي سمندرګی د نورو هېوادونو د ښکار او سيالۍ ډګر نه دی. چين او اسيان پدې وروستيو کالونو کې د جنوبي سمندرګۍ عمومي وضعيت ثابت ساتلی دی. د سيمې هېوادونه هم ښه پوهيږي، چې امريکا جنجالونه راپاروي او جنوبي سمندرګي او حتی اسيا ته د سولې او ثبات تر ټولو لوی ګواښ دی.

د اندونيزيا ولسمشر جوکو ويدودو پدې وروستيو  کې چين ته سفر کړی او د دغه هېواد له دولت رئيس شي جين  پينګ سره  يې هوکړه کړې، چې د سمندري چارو د ادارو ترمنځ به خبرې او همغږي زياته او د سمندري همکاريو د صندوق پروژه به ترسره کړي او سمندري ټرانسپورټ او اقتصاد ته به وده ورکړي.

 دواړو مشرانو د سمندري چارو په اړه د خپلمنځي همکاريو سندونه هم لاسليک کړي دي.

 

د اندونيزيا دفاع وزير پرابوو په تېر جون کې د شانګريلا ډيالوګ سرمشريزې ته په وينا کې وويل، چې هېواد يې په هيڅ پوځي ائتلاف کې ګډون نه کوي او پر دې يې ټينګار وکړ، چې د اسيا سيمه يیزې مسئلې باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

اندونيزيا د آسيان لارښوونکی هېواد دی او چارواکو يې په يادو څرګندونو د جنوبي سمندرګۍ د هېوادونو ګډ اواز منعکس کړی دی. سږکال د جنوبي سمندرګۍ د اړوندو لوريو د عملياتي اعلاميې د لاسليک ۲۰کاله پوره کيږي. بېلابېلو لوريو په تېرو ۲۰ کلونو کې ياده اعلاميه ښه مراعت کړې او د جنوبي سمندرګۍ سوله او ثبات او پر دې سمندرګۍ د بېړنيو ازاد تګ راتګ او امنيت يې په ګډه ساتلی دی. د سيمې هېوادونو د دې سمندرګۍ د ستونزو د هوارې توان خپل کړی دی، که څه هم امريکا له دغه سمندرګۍ د ناوړې ګټې په لټه ده، خو هڅې به يې ناکامې او هیڅ پایله به ور نه کړي.

تاريخ به ثابته کړي، چې څوک د جنوبي سمندرګي مېلمه او څوک يې خاوند دی.