د چين کمونېست ګوند مرکزي کميټې په دې وروستيو کې په بېجينګ کې د نورو ګوندونو او ټولنو غړو او خپلواکو شخصيتونو سيمينار تر سره کړی دی.
د چين کمونېست ګوند مرکزي کمېټې په ياد سيمينار کې د چين د اوسني اقتصادي وضعيت او د روان کال د دوهمې نيمايي د اقتصادي چارو په اړه د بېلا بېلو ډيموکراتيکو ګوندونو د مرکزي کمېټو، د صنعت او سوداګرۍ د ټولنو د رئيسانو او د غير ګوندي استازو نظرونه او وړانديزونه اورېدلي دي.
په دغه سيمينار کې ويل شوي، چې چين د هراړخيز قضاوت پر بنسټ د خپل پرمختګ لپاره ډېر ستراتيژيک او مناسب شرايط لري، اقتصاد يې پياوړی، انعطاف او ستر پټ قوت لري او د اقتصاد د اوږدمهاله پرمختګ اساسات به يې بدل نه شي.
د سيمينار ګډون کوونکو ويلي، که مونږ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې پرېکړې او تدبيرونه په ښه توګه پلي کړو، بدلونونه يې وپيژنو او علمي ځواب يې ووايو او د سمو بدلونونو په لټه کې يې شو، نو وبه کولای شو، چې له تاريخي فرصتونو ښه ګټه پورته کړو او د پرمختګ نوې لارې به ومومو.
(ژباړه: شکريه)