د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چین سوداګريزو چارو کې ښه والی رامنځته شوی
CMG2022/07/29 17:40:58
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت د جولای په ۲۹مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې د ۲۰۲۲م کال د لومړۍ نيمايي سوداګريزو چارو په اړه معلومات ورکړل.

د ياد وزارت يوه چارواکي يانګ تاو په ياده غونډه کې ويلي،‌ چې د سږکال په لومړۍ نيمايي کې د چين سوداګريزو چارو کې ښه والی راغلی دی. د شمېرنې له مخې، چين په لومړۍ نيمايي کې د ۷۲۳ ميليارډ او ۳۱۰ ميليونو په ارزښت بهرنۍ پانګه استعمال کړې.

په همدې موده کې په بهرنيو هېوادونو کې د چين پانګونه او همکارۍ کې هم ثابت پرمختګ راغلی. د شمېرنې له مخې، د سږکال په لومړۍ نيمايي کې پر پولي برخې سربیره په بهرنيو هېوادو کې د چين د مستقيمو پانګونو ارزښت ۳۵۱ ميليارډ او ۶۷۰ میليونو ته رسېدلی دی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله صفر اعشاريه اته سلنه زياتوالی ښيي.