د چين او هند پوځي قوماندانانو د خبرو اترو په ۱۶م پړاو کې پر څلورو موافقو هوکړه کړې
CMG2022/07/29 15:00:46
شريکول:

د چین او هند پوځونو په دې وروستیو کې د قوماندانانو په کچه د خبرو اترو ۱۶م پړاو ترسره کړی او د سرحدي سيمې پر واقعي کنټرولونکې کرښې د شخړې د حل په اړه يې بحثونه کړي دي.

د چين د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي ادارې مشر او وياند وو چيان د جولای په ۲۸مه نېټه په يوې عادي خبري غونډې کې د خبريالانو اړوندو پوښتنو ته په ځواب کې وويل، چې د چين او هند پوځي قومندانانو د خبرو اترو ۱۶م پړاو کې پر څلورو موافقو هوکړه کړې ده.

وو چيان وويل، چې اوس مهال د چين او هند ترمنځ د سرحدي سيمې وضعيت په عمومي توګه ثابت دی او پوځي او ډيپلوماتيکې اړيکې يې جلا ساتل شوې دي.

دواړو لورو د پوځي قوماندانانو په کچه د خبرو اترو په ياد پړاو کې رغنده بحثونه کړي او ۴ موافقو ته رسيدلي دي:

 لومړی، دواړه لوري به پر سیاسي لارښوونې ټينګاروي او د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې موافقې به جدي پلې کوي.

 دوهم، دواړه خواوې به د خپلمنځي اړيکو د ښه والي په هدف مداومې هڅې کوي.

درېيم، د دواړو هېوادونو پوځونه به خپلمنځي توپيرونه کنټرول ساتي او د سرحدي مسئلې له حل مخکې به د سرحدي سيمې امنيت او ثبات په اغېزمنه توګه ساتي.

څلورم، دواړه لوري به هڅې کوي، چې د خبرو اترو او تګ راتګ د ساتلو په پار د سرحدي مسئلې د حل يو مناسب پلان وړاندې کړي.

(ژباړه: شکريه)