د چين ساينس اکاډمۍ خبر ورکړ، چې په نړۍ کې د سکرو په وسيله د ايتانول د توليد تر ټولو لويه پروژه چې د چين له خوا په خپله ډيزاين او جوړه شوې، به د روان کال په سپتمبر کې د شان شي ولايت په يو لین ښار کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي او کلنی توليد به يې پنځه لکه ټنو ته ورسيږي.
د یادولو ده، چې دغه پروژه د چين د انرژيو د امنيت، د غلو دانو د خونديتوب او د هوا ککړتيا د کموالي لپاره ډېر مهم او ستراتيژيک اهميت لري.
(غاټول)