د افغانستان سرپرست حکومت پر امريکا غږ کوي، چې کنګل شوې افغان شتمني ازاده کړي
CMG2022/07/30 11:13:05
شريکول:

د امريکا او طالبانو چارواکو په وروستيو ورځو کې د هغه وړانديز په باب بحث وکړ، چې امريکا دې د افغان مرکزي بانک کنګل شوي څو ملیارډ امريکايي ډالره يو د باور وړ صندوق ته ورکړي ، تر څو د هغوی له خوا وساتل شي. دوی ويلي، چې دواړو خواوو په خپلو مذاکراتو کې ځيني پرمختګونه موندلي دي، خو د افغانستان د مرکزي بانک د چارواکو د ټاکلو په شمول د ځينو موضوعاتو په هکله يې د نظريو توپيرونه لاهم شتون لري.

د تېر کال په اګست کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته امريکا سمدلاسه په دې هېواد کې د افغانستان مرکزي بانک څو ملیارډه ډالره شتمني کنګل  کړه. يو کال تېر شو، خو اړوندې خواوې بېرته افغانستان ته د دغې شتمنۍ د ور کولو په هکله ګډو نظريو ته نه دي رسيدلي، چې له دې کبله د امريکا پر ضد د افغانانو د اعتراضونو اوازونه ډېر راپورته شوي دي.

د امريکا له خوا د  یادې شتمنۍ تر کنګل کېدو وروسته افغان پولي سيستم سقوط کېدو ته نژدې شوی او افغانستان د پيسو له کمښت سره مخ شوی دی. که څه هم د نړيوالې ټولنې په مرستو سره اقتصادي حالت يې ګام په ګام ثابت شوی، خو لاهم  خوشبیني نشته.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په شمول د سرپرست حکومت څو تنو لوړ پوړيو چارواکو څو ځلې پر امريکا غږ کړی، چې ژر تر ژره کنګل شوې افغان شتمني ازاده کړي.

د افغانستان د سرپرست حکومت د وياند مرستيال بلا کریمي ويلي، چې د يوه هېواد شتمني د دې هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره د ملا د تير  حیثیت لري، که شتمني کنګل شي، نو دا به خامخا پر دغه هېواد او خلکو منفي اغېزه وکړي. مونږ هيله لرو، چې نور هېوادونه زمونږ د هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي، تر څو افغانان په خپله خوښه خپل هېواد  اباد کړي.

له روان کال راهیسې د افغانستان په دننه کې د زلزلې، سيلابونو او وچکالۍ په شمول ډېر طبيعي ناورينونه رامنځته شوي دي. د روان کال په جون کې د دې هېواد په ختيځ کې سخته زلزله وشوه، چې له امله يې څه باندې زر تنه مړه   شول. دغه زلزله له شلو کلونو راپدېخوا تر ټولو سخته زلزله ګڼل کيږي او اقتصاد ته يې ډېر زيانونه رسولي دي. تر زلزلې وروسته د افغان سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي بيا پر امريکا غږ  وکړ، چې ژر تر ژره دغه کنګل شوې شتمني ازاده او خلاصه کړي. نوموړي د جولای په ۲۶مه نېټه د افغانستان مسئلې په هکله نړيوالې غونډې کې بيا دغه غوښتنه وکړه او ویې ويل، چې مسلسله شل کلنه جګړه او پر افغانستان د امريکا بنديزونه د دې هېواد د اوسنۍ بې وزلۍ عمده سبب شوي دي. امريکا دې خپله ژمنه پوره کړي او ژر تر ژره دې دغه شتمني ازاده کړي.

سربېره پردې د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړو تر منفي اغېزو لاندې د دې هېواد په دننه کې د غلو دانو، کيمياوي کود او تيلو په شملو د ډېرو توليداتو بيې تر زياتې اندازې پورې لوړې شوي او د خلکو ژوند له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخ  دی.

ډېرو خلکو له خبريالانو سره د مرکو په ترڅ کې له امريکا څخه ناخوښي او غوسه څرګنده کړې ده او ور څخه  غوښتي یې دي،  چې سمدلاسه د دوی شتمني خلاصه کړي.

د نړيوالو مسئلو په هکله څو کارپوهانو ويلي، چې د امريکا کړنه د افغانانو د ژوند له بنسټيزو حقونو څخه سرغړونه ده او  څرګندیږي، چې امريکا بشري حقونو او نړيوال نظم ته سپکاوی  کوي.