وانګ يي د افغانستان د مسئلې په اړه د چين نظرونه بيان کړل
CMG2022/07/30 15:01:48
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای په ۲۹ مه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د شانګهای د همکاريو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ او د افغانستان د مسئلې په اړه یې د چين نظرونه بيان کړل.

وانګ يي وويل، چې افغانستان په کليدي پړاو کې دی او له ګډوډۍ نه د حکومتوالۍ په لور روان دی. په افغانستان کې اوسني حالت ثابت دي، خو لا هم دغه هېواد له بېلا بېلو چلنجونو سره مخ دی.

ده ټینګار وکړ، چې د شانګهای د همکاریو سازمان دې د ډيالوګ له لارې په افغانستان کې د ټولشموليت او ثابتې حکومتولۍ د جوړولو لپاره  هڅې وکړي، د افغانانو د ژوند د ښه والي او د اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره دې مرستې وکړي، په افغانستان کې دې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې همکارۍ وکړي، په دغه هېواد کې د ټولو ترهګرو ځواکونو د له منځه وړلو لپاره  کوښښونه وکړي، په څواړخيزې همغږۍ دې ټينګار وکړي او د نورو هېوادونو ګډې نظریې دې ورسره يو ځای کړي.  

نوموړي زياته کړه، چې څو ورځې مخکې په افغانستان کې سختو زلزلې وشوې او چين له بېلا بېلو لارو افغانانو ته بشري مرستې  ورسولې.

همدا راز وانګ یي وویل، چې چين غواړي د شانګهای د همکاریو سازمان له غړو هېوادونو سره يو ځای له افغانانو سره مرستې وکړي او د خپلو شرایطو  په اساس د پرمختګ لارې د غوره کولو لپاره له افغانستان څخه ملاتړ وکړي. 

(مينه)