د امريکا ولسمشر جوبايډن د جولای په ۲۹مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې کنټوکي ايالت بېړني حالت ته ننوتلی دی او فدرالي حکومت ته يې امر وکړ، چې په هغو سيمو کې چې د توپانونو او سيلابونو له امله سختې ځپل شوي، د بيارغونې او ترميم لپاره له ځايي حکومت سره مرستې وکړي.
څو ورځې مخکې د کنټوکي ايالت مشر وویل، چې په دغه ايالت کې د سختو بارانونو له امله سيلابونه رامنځته شوي او له دې امله يې لږ تر لږه ۱۵ تنه مړه کړي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د مړينې عمومي شمېر ښايي دوه چنده ډېر شي.
(مينه)