چين: جاپان دې د تايوان بېلتون غوښتونکو ته غلطې نښې نه استوي
CMG2022/07/30 11:23:27
شريکول:

د جاپان یوه پخواني لوړپوړي چارواکي څو ورځې مخکې تايوان ته سفر وکړ. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۲۹ مه نېټه په بېجينګ کې په دې اړه وويل، چې جاپان دې د تايوان مسئلې په برخه کې خپلې ژمنې عملي  کړي، اړوندې مسئلې دې په دقیقه توګه حل کړي او د تايوان بېلتون غوښتونکو ته دې ناسمې نښې نه استوي.

نوموړي زياته کړه، چې تايوان د چين يوه نه بېلېدونکي برخه ده او چين د هغو هېوادونو مخالفت کوي، چې له چين سره رسمي ډېپلوماتيکې اړيکې لري، له تايوان سيمې سره  هر ډول رسمي اړیکې او تبادلې  ساتي.(مينه)