د روسیې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د جولای په ۲۹مه له خپل امریکایي سيال جان بلينکن سره ټليفوني خبرې وکړې.
دواړو خواوو د دوه اړخيزو اړيکو او د اوکراين د مسئلې په هکله د نظريو تبادله وکړه.
د روسیې بهرنيو چارو وزارت څرګنده کړه، چې سيرګي لاوروف د بلينکن په بلنه د اوکراین د حالاتو په هکله ورسره خبرې وکړې. لاوروف په ټليفوني خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې روسیه به په اوکراين کې د ځانګړو نظامي فعاليتونو ټاکلي هدفونه او دندې بشپړې کړي.
دغه راز، لاوروف او بلينکن له خپلو هېوادونو نه د بنديانو د خوشې کولو په هکله هم بحث وکړ.
د امريکا بهرنيو چارو وزير بلينکن وويل، چې له سيرګي لاوروف سره يې صميمي او مستقيمې خبرې وکړې. هغه په ټليفوني خبرو کې له روسیې څخه غوښتنه وکړه، چې د امريکا د باسکيټبال لوبغاړې بريټني ګرينير او د سمندري پوځ د ځمکني جنګ د ډلې غړی، پال نيکولاس وهیلان خوشي کړي.
د سي ان ان د خبر له مخې، سپينه ماڼۍ د امريکایي بنديانو د خوشي کولو په بدل کې د روسیې د وسلې پلورونکي ويکټور بوټ د خوشي کولو نيت لري.