وانګ يي د افغانستان د سرپرست حکومت له بهرنيو چارو وزير سره وکتل
CMG2022/07/30 14:19:46
شريکول:


د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای په ۲۸مه نېټه په تاشکند کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د ګډون په ترڅ کې د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو له وزير امير خان متقي سره  وکتل .

وانګ يي وويل، چې له روان کال راهيسې مې له ښاغلي متقي سره څلور ځلې ليدلي، چې دا د دواړو هېوادونو تر منځ عنعنوي دوستي  څرګندوي.

ده زیاته کړه، چې څه موده مخکې، په افغانستان کې سختې زلزلې وشوې او چين په ډېره بيړه د سمندر، ځمکې او  هوا له لارې افغانستان ته مرستندويه توکي  ولېږل. د بشري مرستو او د اقتصاد د بيا رغونې په اړه د دواړو هېوادونو د کاري ګروپونو غونډې په سالمه توګه روانې وې او د همکاريو په هکله نوې ګډې نظريې تر لاسه  شوې. 

وانګ يې وويل، چې چين غواړي د يو کمربند او يوې لارې پلان د افغانستان د پرمختګ له ستراتيژۍ سره ونښلوي، افغانستان ته د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د غزېدلو ملاتړ کوي، تر څو له دغه هېواد سره د چين د پرمختګ  فرصتونه شريک کړي.

ده همداراز څرګنده کړه، چې چين به له افغانستان څخه ۹۸ سلنه توليداتو ته د صفر مالياتو اسانتياوې  برابرې کړي، تر څو له افغانستان څخه لا زيات ښه توليدات وارد کړي.

وانګ يي پر دې ټينګار  وکړ، چې چين به له امريکا څخه دوامداره غوښتنه وکړي، چې پر افغانستان نامعقول بنديزونه لغوه کړي او د افغانستان د اقتصاد د بيا رغونې په چارو کې لومړۍ دندې عملي کړي.

ده وویل، چې چين هیله لري افغانستان ټولشموله سياسي او ثابتې تګلارې غوره کړي، د هېواد په دننه کې ثبات وساتي، قومي هوساينې رامنځته کړي، د ترهګريزو ډلو ضد مبارزه وکړي او د نړيوالې ټولنې نظرونو ته مناسب غبرګون  وښیي.

متقي له چين څخه مننه څرګنده کړه، چې په سختو حالاتو کې یې افغانستان ته بېړنۍ مرستې ولېږلې.  ده زیاته کړه، چې د افغانستان سرپرست حکومت به د يو چين د پېژندلو پر اصولو ټينګار وکړي او د افغانستان له خاورې به  د چين پر ضد فعاليتونو ته هېڅ وخت اجازه نه ورکړي.

ده وویل، چې د افغانستان سرپرست حکومت د نشه يي موادو د توليد او قاچاق ټينګ مخالفت کوي او د کوکنارو پر ځای د کرهنيزو توليداتو د کرلو په اړه د چين وړانديز ته په درنه سترګه ګوري، هیله لري ، چې د چين له تجربو او پرمختللو کرهنيزو تخنيکونو څخه ګټه واخلي، تر څو په افغانستان کې کرهنيزې چارې پرمختګ وکړي او خلکو ته یې ګټې  ورسیږي.

وانګ يي اعلان  وکړ، چې چين به د اګست له لومړۍ نېټې څخه چين ته د افغان اتباعو د ننوتلو ويزې بيا  پیل کړي.