شي جين پينګ د ايران له ولسمشر سره ټليفوني خبرې اترې وکړې
CMG2022/07/30 10:57:46
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۲۹مې په ماسپښين د ايران له ولسمشر ابراهيم رئيسي سره ټليفوني خبرې اترې وکړې.

شي جين پينګ وويل، چې د سختو نړيوالو حالاتو پر وړاندې، چين او ايران يو له بل سره همکارۍ کړې او د دواړو هېوادونو   ګډې ګټې يې پياوړې کړې دي. 

ولسمشر شي زیاته کړه، چې چين خپلمنځيو اړيکو ته په ستراتيژيکه سترګه ګوري او غواړي له ايران سره يو ځای خپلمنځي، هراړخيزې او ستراتيژيکې  اړيکې نوی پرمختګ ومومي.

ابراهيم رئيسي وويل، چې د ايران او چين تر منځ د هراړخيزو ستراتيژيکو  اړیکو پياوړتيا د ايران د ټاکل شوې ډيپلوماتيکې پاليسۍ لومړيتوب او مهمه برخه  ده. 

ده زیاته کړه، چې دواړه هېوادونه له زورواکۍ او يواړخېزم سره مخالفت کوي، په نورو هېوادونو کې له لاسوهلو، پر نورو هېوادونو باندې له غير قانوني يواړخيزو بنديزونو او دغه راز دوه ګونو معيارونو سره هم مخالفت کوي. 

رئیسي څرګنده کړه، چې ايران د يو چين د پيژندنې پر اصول ټينګار کوي او د خپلو اصلي ګټو د ساتلو لپاره له چين څخه ټینګ ملاتړ کوي.

(مينه)