د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۲۹مې له غرمې وروسته د پولنډ له ولسمشر انډرزيج ډوډا سره ټليفوني خبرې وکړې.
شي جين پينګ په اشارې سره ډوډا ته ويلي، چې د روان کال په پيل کې تاسی د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د ګډون لپاره چين ته راغی، په هغه وخت کې مو دوستانه خبرې اترې وکړې او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو نژديوالي په هکله زياتې مهمې او ګډې نظريې مو تر لاسه کړې.
ده زیاته کړه، چې وروسته د دواړو هېوادونو اړوندو څانګو په فعاله توګه تماس نيولی او چين ته د پولنډي توليداتو د لېږلو، د چين او اروپا تر منځ د اورګاډو او کسانو د تګ راتګ په شمول برخو کې رغنډه کارونه تر سره کړي دي. چين به په اروپا کې پولنډ ته د لومړي همکار په سترګه ګوري، نږدې تماسونه به ورسره ساتي او یو پر بل به سیاسي باور لا ټینګ کړي.
د پولنډ ولسمشر ډوډا شي جين پينګ ته وویل، چې د روان کال په فبرورۍ کې مې په خوشحالۍ سره په بېجينګ کې له تاسو سره په ښه چاپيريال کې ليدنه وکړه.
ډوډا څرګنده کړه، سره له دې چې د کرونا وبا د خپرېدو منفي اغېزې شتون لري، خو زموږ تر منځ رسيدلې مهمې ګډې نظريې د عملي کېدو په حال کې دي.
ده زیاته کړه، چې د دواړو هېوادونو اړوندې څانګې نژدې تماسونه ساتي او په اړوندو ساحو کې همکارۍ پرمخ بیایي.
د دغو ټیلیفوني خبرو په ترڅ کې دواړو خواوو د اوکراين د بحران په هکله هم د نظريو تبادله وکړه.