امريکا په تېره نږدې يوه مياشت کې په جنوبي سمندر کې له يوې خوا د چين دروازې ته نږدې خپله پوځي بېړۍ لېږلې، له بلې خوا يې د چين پر عادلانه دفاعي کړنو تور هم لګولی دی.
امريکا د جنوبي سمندر له سيمې لېرې هېواد دی، خو په تېرو کلونو کې یې د بيړيو د ازادۍ په پلمه په جنوبي سمندر کې خپل پوځي قوت ښودلی، چې د دغې سيمې د زیاتې نظامي کېدو عمده لامل ګرځېدلی دی.
امريکا د چين پر ملي حاکميت او امنيت سخت تېری کړی او د جنوبي سمندر سيمې سوله او ثبات يې خراب کړی او هڅه یې کړې، چې د چين او د جنوبي سمندر په سيمه کې د پرتو هېوادونو تر منځ اړيکې خرابې کړي.
روان کال د جنوبي سمندر سيمه کې د بېلا بېلو هېوادونو د کړنو د ګډې اعلاميې لاسليکولو شلمه کاليزه ده. له شلو کلونو راهيسې، بېلا بېلو خواوو د اعلاميې مراعات کړی او په ګډه يې د جنوبي سمندر سيمې د سولې او ثبات او په جنوبي سمندر کې د بېړیو ازادي او امنيت ساتلی دی.
امريکا چې په جنوبي سمندر کې ګډوډي جوړول غواړي ، هېڅ لاسته راوړنه به ونه لري.