په چین کې د مصرفي توکو له دوهم نړيوال نندارتون څخه د چيني بازار پياوړی ځواک ښکاري
CMG2022/07/30 11:19:30
شريکول:

د چين د مصرفي توکو دوهم نړيوال نندارتون د جولای په دېرشمه نېټه پای ته  ورسېد. په تېرو څو ورځو کې په دې نندارتون کې د بېلا بېلو هېوادونو توليدات کتوونکو ته  کېښودل شول  او ډېرو کورنيو او بهرنيو تصديو په فعاله توګه پکې ګډون  وکړ.

دغه راز ددې نندارتون په ترڅ کې خلکو ډېر تولیدات واخیستل، چې  له دې څخه د چينی بازار خوځنده ځواک ښکاریږي.

په دغه دوه ورځني نندارتون کې د لاسليک شويو قرردادونو ارزښت له لسو مليارډو يوانو څخه  واوښت، کوم چې د بيولوژيکي علومو او تخنيک، خدمتونو او کورني ژوند په اړه له توليداتو سره تړاو لري.

په ټاکلي وخت د دې نندارتون تر سره کېدو او د مصرفيت د اعاده کېدو لپاره  د چين يو لړ تګلارو خورا مثبت رول لوبولی دی. همدا وجه ده، چې ډېرو تصديو په دې نندارتون کې قرردادونه لاسليک  کړل او په چين کې يې خپله پانګونه زياته  کړه.