په اروپا او امريکا کې د «بیزوګي تڼاکې» یا مانکي پوکس وبا په خپرېدو سره ځينو هېوادونو د دې وبا ضد واکسين اخیستل پيل کړي دي.
د عامې روغتيا متخصصان وايي، د واکسینونو غېر عادلانه وېش به نه یوازې ګڼ شمېر افريقايان له واکسینه بې برخې کړي، بلکې په عامو خلکو کې به د دې وبا د خپرېدو خطر پراخ کړي.
د امريکا د اې پي خبري اژانس د خبر له مخې، د روان کال له مې مياشتې راهيسې، د نړۍ په نږدې ۸۰ هېوادونو او سيمو کې د «بیزوګي تڼاکې» ويروس تر ۲۱ زرو زياتو مثبتې پېښې ثبتې شوې او په فريقا، برازېل او هسپانيا کې د دې وبا له امله د مړینې خبرونه هم ورکړل شوي دي.
د امريکا د ايموري پوهنتون فارمسیسټ، ګيما ډتنجي وايي، ځينو لوېديځو هېوادونو د مانکي پوکس ويروس پر ضد ميليونونه ډوزه واکسين اخيستی، خو له افريقا سره يې د واکسين د شريکولو نيت نه لري او هغه تېروتنې چې د کرونا وبا پر مهال رامنځته شوې، اوس تکرار شوې دي.
امریکا د مانکي پوکس ضد واکسين له تولیدونکو تصديو څخه تر ټولو زيات واکسين اخيستي دي.