آسيا ته د امريکا د ولسي جرګې مشرې نانسي پيلوسي سفر توند غبرګونونه راپارولي
CMG2022/07/31 14:39:08
شريکول:

د امريکا د ولسي جرګې مشرې نانسي پيلوسي په ځايي وخت د جولای په ۲۹ مه نېټه اسيا ته خپل سفر پيل کړ. د دې سفر له پيلېدو مخکې داسې خبرونه هم خپاره شول چې ښايي پلوسي آسيا ته د خپل سفر پر مهال تايوان ته هم لاړه شي او دې احتمالي سفر يې د امريکا په دننه او بهر کې توند غبرګونونه را پارولي دي. د دغه هېواد پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پيلوسي دا اقدام غندلی او ویلي يې دي، چې هغه خبره لا خرابوي.

پيلوسي د جولای د ۳۱ مې نېټې په سهار وختي پر خپلې ټوېټر پاڼې څلور ليکنې خپرې کړې، خو په هېڅ يوه ليکنه کې يې آسيا او تايوان ته د خپل سفر ذکر نه دی کړی.

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۲۸ مه نېټه په خپلو خبرو کې وويل، هېواد يې ډېر ځلې تايوان ته د پيلوسي له احتمالي سفر سره ټينګ مخالفت څرګند کړی دی. 

د چين دفاع وزارت او د تایوان د چارو په اړه د چين د دولتي شورا دفتر هم په خپلو اعلاميو کې تايوان ته د پيلوسي له احتمالي سفر سره ټينګ مخالفت څرګند کړی دی. د چين د دفاع وزارت وياند وايي، که امريکا په خپل نيت ټينګار وکړي، ځواکونه به يې په چوپه خوله پاتې نه شي.

نيويارک ټايمز د جولای په ۲۸ مه نېټه په خپله تبصره کې ليکلي، چې چين او امريکا دې د بحران د سختېدو مخه ونيسي او پيلوسي دې تايوان ته خپل سفر وځنډوي.