د امريکا د سپينې ماڼې ډاکټر کېلون اوکنا د جولای په ۳۰ مه نېټه وويل، چې د دغه هېواد د ولسمشر جوبايډن د کرونا ويروس د معاينې نتيجه يوځل بيا مثبته ختلې ده.
نوموړي سپينې مانې ته په يادښت کې ليکلي، چې جوبايډن د همدې ورځې په سهار د کرونا ويروس معاينه کړې، نتيجه يې مثبته ده، خو په ده کې د نارغۍ علامې نه ښکاري، درملنې ته اړتيا نه لري او بېرته دې قرنطين ته ستون شي.
جوبايډن د روانې مياشتې په ۲۱ مه نېټه په لومړي ځل په کرونا ويروس اخته شوی و او په ۲۷ مه نېټه يې د کرونا ويروس د معاينې نتيجه منفي وه او وروسته يې خپل قرنطين پای ته ورساوه.