د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيرو د جولای د ۲۸مې نېټې په ماسپښين د دغه هېواد د ملي آزادي بښونکي پوځ د جوړېدو د ۹۵مې کاليزې په مناسبت يوه غونډه ترسره کړه او پکې يې د استعداد لرونکو او پياوړو پوځيانو د روزنې د ستراتيژۍ ګډه مطالعه وکړه.
د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د دې غونډې د مشري په وخت کې يوه مهمه وينا وکړه. هغه دې ته اشاره وکړه، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د چين د پوځونو د ابادۍ اصلي دنده سل کاله مخکې د دوی د جوړېدو هدف پوره کول دي.
نوموړي له چيني پوځيانو غوښتنه وکړه، چې د استعداد لرونکو پوځيانو د روزنې کارونه دې پياوړي کړي، د نظامي چارو پوهې او ټېکنالوژۍ دې زده کړي او له دې لارې دې خپلې وړتياوې لوړې کړي.