د چين د مصرفي توکو دوهم نړيوال نندارتون پای ته ورسېد
CMG2022/07/31 14:39:48
شريکول:

د چين د مصرفي توکو دوهم نړيوال نندارتون د جولای په ۳۰مه نېټه پای ته ورسېد. د همدې ورځې سهار، د قيمتي ډبرو او خوراکي توکو په شمول د بېلابېلو برخو  فعالو ۳۱ کورنيو او بهرنيو تصديو د دغه نندارتون له 

تنظيمونکې کمېټې سره تړونونه لاسليک کړي، چې په راتلونکي کال کې به د چين د مصرفي توکو په درېيم نړيوال نندارتون کې ګډون وکړي.

د شمېرنې له مخې، څه باندې ۲۸۰ زره نندارچيانو د سودا اخيستلو لپاره دغه نندارتون ته ورغلي وو، د بېلا بېلو توکو اخيستونکو تجارانو او مسلکي کسانو په شمول څه د پاسه ۴۰زره تنو په کې ګډون کړی، د ۶۱ هېوادونو او سيمو ۱۹۵۵ تصديو او ۲۸۰۰ برانډونو خپل شيان نندارې ته پکې وړاندې کړي دي.