امریکا دې له چین سره د اړیکو د عادي کېدو لپاره خپله کړې ژمنه پوره کړي
CMG2022/07/31 15:12:46
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۲۸مه نېټه د امريکا له ولسمشر جوبايډن سره په ټيلېفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او ګډې علاقې وړ مسئلو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه. رئيس شي جين پینګ په خپلو خبرو کې د لويو هېوادونو  په توګه د چين او امريکا دندې او مسووليت ته په اشارې سره، له چين سره د اړيکو او د چين د پرمختګ په هکله د امريکا ناسمې رويې په ګوته کړې او د تايوان مسئلې په هکله يې د چين دريځ هم بيان کړی دی. د امريکا ولسمشر جوبايډن ويلي چې دوی به له چين سره د همکاريو او د نظر اختلاف د لرې کولو لپاره هڅې وکړي او ژمنه يې کړې چې د يو چين د پېژندلو تګلاره نه ده بدل شوې او په راتلونکې کې به هم بدله نه شي. امريکا له چين څخه د تايوان له جلا کېدو څخه ملاتړ نه کوي.

په امریکا کې د بایډن واک ته له رسېدو  وروسته دا پنځم ځل دی، چې د چین او امریکا مشران ټيلېفوني خبرې کوي او دا په کليدي پړاو کې ډېرې مهمې خبرې هم ګڼل کيږي. اوس د کرونا وبا او د اوکراين بحران تر منفي اغېزو لاندې د پرمختګ او امنيت ستونزې ډېرې شوې دي. په يوه داسې نړۍ کې چې پکې ډېر بدلونونه راغلي دي، نړيواله ټولنه تمه لري چې چين او امريکا خپلمنځي اختلافونه لرې او د نړيوالې سولې او امنيت د ساتلو او د نړيوال پرمختګ د  ودې لپاره لارښوونکی رول ولوبوي.

دواړو خواوو په دې ټيلېفوني خبرو کې په صادقانه توګه خپلمنځي توپيرونو ته په کتو سره د ګډو همکاريو هيله وښودله. رئيس شي جين پینګ ویلي، چې امريکا د ستراتيژيکو سياليو له لحاظه له چين سره اړيکو ته ناسم نظر لري او چين خپل لوی دښمن او دايمی ګواښ بولي چې دا له چين سره د اړيکو او د چين د پرمختګ په هکله غلط قضاوت دی او د دواړو هېوادونو د خلکو او نړيوالې ټولنې غلطه لارښوونه يې کړې ده. هغه د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو ستونزې په ګوته کړې او د دغو اړيکو پرمختيایي لوری يې ټاکلی دی.

د دې ترڅنګ رئيس شي جين پينګ دې ته په  اشارې سره وويل، چې چین او امريکا دې د عمومی اقتصادي تګلارو د همغږۍ، د نړيوالو صنعتي ځنځيرونو د ثبات د ساتلو، د نړيوالو انرژيو او غلودانو د امنيت د تضمين په شمول د ډېرو مسئلو د هوارې لپاره د نظريو تبادلې وکړي. نوموړي همدارنګه زیاته کړې چې دواړه خواوې دط د مهمو مسئلو د حل وفصل او د کرونا وبا د ختمېدو لپاره ګډې هڅې وکړي، تر څو اوسنۍ نړۍ د اقتصادي پرځېدا له ننګونو څخه ووځي او د ملګرو ملتونو په محور نړيوال سيستم او د نړيوالو قوانينو پر بنسټ نړيوال نظم وساتل شي. له دغو خبرو څخه ښکاري چې شي جین پينګ د یوه لوی هېواد د رهبر په توګه د دواړو هېوادونو د خلکو او د نړيوالو د برخليک لپاره په خپل مسوولیت درک کړی او د چين او امريکا ترمنځ د همکاريو لپاره يې لوری هم په ګوته کړی دی. امريکا دې د يوه لوی هېواد په توګه خپلې دندې پر غاړه واخلي او له چين سره دې په یو پرمختيایي لوري ګامونه پورته کړي.

د يادونې وړ خبره دا ده، چې رئيس شي جين پینګ په خپلو خبرو کې په عمده توګه د تايوان مسئلې په هکله د چين دريځ بيان کړ، ځکه د تايوان مسئله نه يوازې د چین او امريکا ترمنځ د اړيکو تر ټولو مهمه او حساسه مسئله ده او د امريکا د لمسوونکو کړنو له کبله د تایوان تنګي وضعيت له لا زياتو ننګونو سره مخ شوی دی.

رئيس شي جين پینګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار کړی، چې د چين او امريکا ترمنځ درې ګډې اعلاميې د دواړو خواوو سياسي ژمنه ده او د يو چين د پېژندلو اصل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو سياسي بنسټ دی. چين د تايوان له بېلتون غوښتونکو او په دې چارو کې د بهرنيانو له لاسوهنې سره ټينګ مخالفت کوي او هېڅکله به د تايوان بېلتون غوښتونکو ته اجازه ورنه کړي، چې تايوان له چين څخه جلا کړي. نوموړي دغه راز ويلي چې موږ دې د خلکو هيلو ته درناوی وکړو. که امريکا په دې برخه کې اور بل کړي، نو خامخا به ځان ته زيانونه رسوي. هغه هيله وښوده چې امريکا پر دې ټکي ښه پوه شي او د يو چين د پېژندلو تګلاره دې غوره کړي او يادې درې اعلاميې دې په جدي توګه پلې کړي.

د دې ترڅنګ دواړه مشران په خپلمنځي ټيلېفوني خبرو کې موافقې ته رسېدلي، چې دواړه هېوادونه دې په صادقانه توګه يو له بل سره د نظريو تبادلې وکړي او په راتلونکې کې دې خپلمنځي همکاریو او د نظر تبادلې ته ادامه ورکړي. له دې څخه ښکاري چې که څه هم د چين او امريکا ترمنځ اړيکې په رکود کې پاتې دي، خو دواړه خواوې لاهم غواړي چې د ډیالوګ له لارې خپلمنځي توپيرونه حل کړي.