د کابل په وزير اکبر خان سيمې کې پر یوه کور توغندی لګېدلی
CMG2022/07/31 16:27:35
شريکول:

د جولای د ۳۱ مې نېټې پر ځاي وخت د سهار په شاوخوا ۶ بجو او ۱۵ دقيقو، د افغانستان د پلازمينې کابل له لسمې حوزې اړونده سيمه کې د چاودنې غږ واورېدل شو.

وروسته د کابل د پوليسو وياند خالد ځدراڼ د سي اېم جي خبريال ته وويل، چې د دې حوزې په وزير اکبر خان کې پر يو تش کور توغندی لګېدلی، خو چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.