په چين کې د انټرنيټي شبکو پرمختللي بنسټيز تاسيسات جوړ شوي
CMG2022/07/31 14:49:53
شريکول:

د چين د هاش ريټ (HashRate) د ۲۰۲۲م کال کنفرانس د جولای په ۳۰مه نېټه د دغه هېواد د شانګ دونګ ولايت په جي نان ښار کې جوړ شو. په دغه کنفرانس کې ويل شوي چې اوس په چين کې د انټرنيټي شبکو هغه بنسټيز تاسيسات جوړ شوي، چې وړتيا او پرمختللې ټکنالوژي يې په ټوله نړۍ کې ساری نه لري. د روان کال تر جون پورې په چين کې د 5G د بنسټيزو سټېشنونو شمېر ۱ ميليون۸۵۴ زرو ته رسيدلی، د 5G د ګرځنده ټليفونونو د کاروونکو شمېر له ۴۵۰ ميليونو تنو څخه اوښتی دی.

د انټرنيټي شبکې ښه بنسټيز تاسيسات د هاش ريټ چارو د پرمختګ لپاره قوي بنسټ جوړوي. د چين د صنعتي او معلوماتي چارو د وزير مرستيال جانګ يون مينګ وويل، چې په دې وروستيو کلونو کې دغه وزارت په رغنده توګه د هاش ريټ چارو د پرمختګ هڅولی او زياتې لاسته راوړنې لري.