په اروپا کې د روان کال په دويمه ربعه کې اقتصاد لږ پرمختګ شوی
CMG2022/07/31 15:54:33
شريکول:

د اروپايي ټولنې د احصائيې ادارې د جولای په ۲۹مه نېټه ابتدايي شمېرنه خپره کړه، چې له مخې يې د روان کال په دويمه ربعه کې د يورو په استعمالوونکو هېوادونو کې د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله صفر اعشاريه ۷ سلنه، د اروپايي ټولنې د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله صفر اعشاريه ۶سلنه زيات شوي.

د شنونکو په اند، سره له دې چې اروپايي ټولنې د روان کال په دويمه ربعه کې اقتصاد پرمختګ کړی، خو پر اقتصاد د کرونا اغیزو، د انرژيو د بحران، د پيسو پړسوب او د پولي تګلارو د تنګولو تر فشارونو لاندې د اروپا د اقتصاد د کمزورتيا انديښنې ډېرې دي.

اروپايي ټولنه د روسیې پر کيمياوې او نفتي موادو تکيه کوي، د انرژيو بحران تر ټولو سخته ستونزه ده، چې د اقتصاد د بيا سمسورتيا په بهير کې لوی خنډ دی. د اروپايي ټولنې کميټې دا منلې چې ښايي اقتصاد به يې شاتګ وکړي. که روسیه په پوره توګه اروپا ته طبيعي ګاز ونه ليږي، امکان شته چې په روان کال کې به د دغه ټولنې اقتصاد کمزوری شي.