د چين د هوايي ځواکونو ویاند: د هېواد ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا په ټينګه ساتو
CMG2022/07/31 16:44:31
شريکول:

د چين د هوايي ځواکونو وياند شن جين که د جولای د ۳۱ مې نېټې په سهار د هوايي ځواکونو د پرانيستې فعاليتونو په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د هېواد له لوی قلمروه دفاع د هوايي ځواکونو سپيڅلې دنده ده.

ده وويل چې د هوايي ځواکونو څو ډوله جنګي الوتکې اوس د هېواد د تايوان ټاپو چارچاپير الوځي او هڅه کوي، چې د هېواد د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو توان لوړ کړي. نوموړي زياته کړه، چې د چين هوايي ځواکونه ټينګه اراده، پوره باور او کافي توان لري، چې د هېواد ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا وساتي.