شي جين پينګ د فیلیپین ولسمشر ته په دغه هېواد کې د شوې زلزلې له امله د خواخوږۍ پيغام واستاوه
CMG2022/07/31 14:34:28
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۳۰ مه نېټه په فليپين کې د شوې زلزلې له امله د دغه هېواد ولسمشر مارکوس ته د خواخوږۍ پيغام واستاوه.

نوموړي په دې پيغام کې ويلي، په ډېرې خواشينۍ سره خبر شوم، چې په فليپين کې زلزلې خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي، زه د چين د حکومت او ولس په استازيتوب، همدارنګه له خپل طرفه د زلزلې د قربانیانو کورنیو او ټپيانو ته ژور تعزيت او تسليت وړاندې کوم. باور لرم، چې د ولسمشر مارکوس او د فليپين د حکومت تر مشرۍ لاندې به زلزله ځپلي خلک د مصیبت پر وړاندې مبارزه ګټي او اوښتي زيانونه به جبران کړي.