شي جين پينګ د چين د واحدې جبهې د مرکزي کنفرانس مشري وکړه
CMG2022/07/31 15:51:51
شريکول:

د چين د واحدې جبهې مرکزي کنفرانس د جولای له ۲۹ مې تر ۳۰ مې نېټې پورې په بېجینګ کې ترسره شو. د دغه هېواد د دولت او کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ د دغه کنفرانس مشري وکړه او يوه وينا يې پکې وکړه.

شي جين پينګ په خپله وینا کې وويل، چې سږکال د چين د کمونېست ګوند د واحدې جبهې تګلارې د وړاندې کېدو سلمه کليزه ده، د دغه ګوند غړي دې د وطن دوستۍ واحدې جبهې د پرمختګ پر سم لوري ټينګار وکړي او پدې برخه کې دې خپلې بنسټيزې دندې په ښه توګه ترسره کړي او ټول چينايان يوموټي کړي، څو د چيني ملت د لويۍ  بيا احيا لپاره پياوړی قوت برابر کړي.