شينجيانګ کې د ۲۰۲۲م کال د نامادي کلتوري ميراثونو يو نندارتون پرانيستل شو
CMG2022/08/01 11:35:15
شريکول:

د شينجيانګ د ۲۰۲۲ کال د نامادي کلتوري ميراثونو نندارتون د جولای په ۳۱مه نېټه په ارموچي ښار کې پرانېستل شو.

دغه نندارتون د چین د کلتور او سيلانۍ وزارت او د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د حکومت په ګډو همکاريو د شينجيانګ په هنري موزيم کې ((شينجيانګ يو ښه ځای دی)) په عنوان پرانيستل شوی دی.

 د دغه نندارتون منځپانګه د کلتوري خزانې او د خلکو نامادي کلتوري ميراث پر پېژندنې ورټوله ده.

د چين د کولتور او سيلانۍ وزیر هو هه پينګ او د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د ګوندي کميټې منشي ما شينګ ژوی د ياد نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی و.

د چين ۱۹ ښارونو له شينجيانګ سره اوږمهالې مرستې کړي او په دغې سيمې کې يې د ۱۹۳ نامادي کولتوري میراثونو د ساتنې پروژې برابرې کړې دي.

د يادو ښارونو په مرستندويه پروژو کې د کلتوري میراثونو، موسیقۍ او نڅا نامادي کلتوري میراثونو د ساتنې په ګډون يو لړ په زړه پورې فعالیتونه تر سره کيږي.