په کابل پوهنتون کې د چين په مرستې جوړه شوې وداني ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه
CMG2022/08/01 15:40:27
شريکول:

په کابل پوهنتون کې د چین په مالي مرستې جوړه شوې وداني د جولای په ۳۱ مې نېتې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دغې ودانۍ په پرانيستونکو مراسمو کې په کابل کې د چين سفير وانګ يو، د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني، د کابل پوهنتون رئيس اسامه عزيز او د چين سفارت د سوداګرۍ او اقتصاد مستشار هو ګوه ای ګډون کړی و.
دغه وداني اداري او تدریسي کمپلېکس او یو ستر ایډیټوریم لري، چې په يو وخت لسګونه کسان پکې ځاييدلی شي او په نړیوالو عصري معیارونو جوړه شوې ده.
د چين سفير وانګ يو په خپلو خبرو کې وويل، چې دغه وداني د چين د حکومت د ۲۰۰ ميليونو يوانو په مالي مرستې جوړه شوې او د جوړولو چارې يې په ۵ کالونو کې بشپړې شوې دي.
نوموړي دغه وداني د چين او افغانستان ترمنځ د زده کړو د دوستانه همکارۍ نښه بللې او ويلي يې دي، چې هېواد به يې د پخوا په څېر له افغانستان څخه ملاتړ او مرستو ته دوام ورکړي.
د افغانستان د لوړو زده کړو سرپرست وزير عبدالباقي حقاني په خپلو خبرو کې د دې ودانۍ د جوړولو په پار له چين څخه مننه کړې او ويلي يې دي، چې افغانستان له سختو جګړو تازه وتلی، خو اقتصادي او ټولنيز پرمختګ يې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی.
 نوموړي چين د افغانستان رښتينی دوست بللی او هيله يې ښودلې، چې دغه هېواد له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي او د زده کړو په برخو کې ورسره پوره همکارۍ وکړي.