د امريکا د فلوريډا ايالت په اورلاندو ښار کې د جولای په ۳۱مه نېټه د ډزو پېښه شوې، چې له امله يې ۷ کسان ټپيان شوي دي.
د اورلاندو ښار د پوليسو ادارې مشر په يوې خبرې ناسته کې ويلي، چې د دغه ښار په مرکز کې سخته شخړه رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې يوه بريدګر پر خلکو د توپنچې ډزې کړي او ۷ کسان يې ټپيان کړي دي.
ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او حالت يې ښه ښودل شوی دی.
پوليس وايي، چې د پېښې په اړه يې څېړنې روانې کړي او تر اوسه پورې يې د بريدګر په اړه هېڅ مالومات نه دي ترلاسه کړي.
(مينه)