ایران: چمتو يو، امریکا ته یو بل فرصت ورکړو، څو په اټومي خبرو کې صداقت وښيي
CMG2022/08/01 11:01:34
شريکول:

 د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال او د ايران د اټومي مسئلې د مرکچي پلاوي مشرعلي باقري، د جولای په ۳۱مه ويلي، چې تهران   چمتو دی، امريکا ته يو بل چانس ورکړي، چې په اټومي خبرو اترو کې مسؤلانه چلند وکړي او صداقت وښيي.

 باقري ويلي، چې امريکا د ايران له اټومي تړون څخه په يو اړخيز ډول "غیرقانوني" وتلې، چې له امله یې پيچلی وضعيت رامنځته شوی دی او ايران د دغه وضعيت د پای ته رسولو په پار اړوندو خواوو ته خپل نظرونه څرګند کړي دي.

 نوموړي ويلي، ایران چمتو دی، چې له نورو اړوندو خواوو سره په ګډه کار وکړي او امریکا ته یو بل فرصت ورکړي، څو اټومي تړون ته بیا راوګرځي او خبرو اترو کې صداقت وښيي.

باقري زياته کړې، که امريکا چمتوالی وښيي، نو ايران به په لنډ وخت کې يادې خبرې اترې پای ته ورسوي.

 (ژباړه: شکريه)