د چين د نړيوالو مصرفي توليداتو نندارتون پای ته ورسېد
CMG2022/08/01 15:13:05
شريکول:

د چين د نړيوالو مصرفي توليداتو د دوهمې دورې نندارتون د روان ۲۰۲۲ کال د جولای په ۳۰مه نېټه د دغه هېواد د های نان ولايت په های کو ښار کې پای ته ورسېد. د دغه نندارتون د زياتو چيني او بهرنيو برخوالو تصديو استازو د دې نندارتون د لاسته راوړنو په اړه رضايت څرګند کړی او هيله يې ښودلې، چې په راتلونکي کال کې به يو ځل بيا په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره های نان ته راځي.

د چين د نړيوالو مصرفي توليداتو د درېيمې دورې نندارتون کې د ګډون د سپارښت  د لاسليک مراسم د جولای د ۳۰مې نېټې په سهار د های نان د نړيوالو نندراتونونو مرکز په لوی تالار کې تر سره شول.  د الماسو او قيمتي ډبرو، خوراکي او غذايي موادو، د مصارفو د خدماتي چارو او سيلانيزو چارو په شمول د زياتو برخو ۳۱ چيني او بهرنيو تصديو د نوموړي نندارتون له انتظامي کمېټې سره په دې مناسبت تړونونه لاسليک کړي، څو په راتلونکي کال کې د چين د نړيوالو مصرفي توليداتو د درېيمې دورې په نندارتون کې ګډون ولري. د کوريا جمهوريت د يوې تصدۍ استازي لي يوون سيک، چې ياد تړون يې لاسليک کړی، خبريال ته وويل، چې د ده تصدۍ د تېرو دوو دورو په نندارتونونو کې ګډون کړی او ښې نتيجې يې تر لاسه کړې دي، نو غواړي، چې په راتلونکې دورې کې ګډون وکړي. ده زياته کړه، چې تصدۍ يې د چين د نړيوالو مصرفي توليداتو په دوهمې دورې نندارتون کې د ګډون له لارې ښه اغېزه موندلې او په دغه نندارتون کې د برخه والو چيني تصديو او عامو نندارچيانو شمېر ډېر دی. هغه په دغه نندارتون کې د ګډون په اړه خوښي څرګنده کړه او و يې ويل، چې چيني مشتريان د کوريا جمهوريت له توليداتو سره علاقه لري.

د ايټاليا يوه شرکت په لومړي ځل په دغه نندارتون کې ګډون کړی. د دغه شرکت استازي پيرو ويو خبريال ته وويل، چې د ده د شرکت ۲۰ ډوله توليدات نندارې ته وړاندې شوي او د نندارچيانو پاملرنه يې راجلب کړې. دغه راز دغه شرکت غواړي، چې د راتلونکي کال په نندارتون کې هم ګډون وکړي او خپل نور زيات توليدات به نندارې ته وړاندې کړي.

د چين د نړيوالو مصرفي توليداتو نندارتون د بېلابېلو بهرنيو کورنيو او تصديو لپاره د های نان د پېژندلو مهمه کړکۍ بلل کېږي. په های نان کې د ايرنسټ او يانګ (Ernst & Young) په نوم د يوې مشهورې نړيوالې تصدۍ فرعي شرکت مسئول هوانګ هنګ جه وويل، هغه د های نان د ازادې سوداګرۍ بندر د پرمختګ په اړه خوشبين دی او د چين د نړيوالو مصرفي توليداتو د درېيمې دورې نندارتون جوړېدو ته سترګې په لار دی.

نوموړي خبريال ته وويل، څلور کاله کېږي چې زموږ شرکت په های نان ولايت کې په کارو بار پيل کړی، او په دې موده کې يې د های نان د ازادې سوداګرۍ بندر لوی بدلونونه کتلي. د ده تجربي دا ښيي چې د های نان د ازادې سوداګرۍ بندر چټک پرمختګ کړی او ډېر برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. نوموړي د دغه بندر د راتلونکي په اړه پوره باور څرګند کړ او هيله يې وښودله، چې د چين د نړيوالو مصرفي توليداتو په نندارتون کې د ګډون له لارې د های نان د ازادې سوداګرۍ بندر د ابادۍ لپاره خدمتونه وکړي.

د شمېرنو له مخې، د چين د نړيوالو مصرفي توليداتو د دوهمې دورې په نندارتون کې د نندارچيانو شمېر له ۲۸۰ زرو نه زيات و او د توليداتو پېرودونکو شرکتونو او مسلکي کتونکو شمېر له ۴۰ زرو څخه اوښتی و. د ۶۱ هېوادونو او سيمو ۱۹۵۵ تصديو په دغه نندارتون کې ګډون کړی و او څه باندې ۲۸۰۰ ښه سوداګريز مارکونه نندارې ته وړاندې شوي. د دغه نندارتون انتظامي کمېټې خبريال ته وويل، چې زياتو چيني او بهرنيو تصديو د دې نندراتون د لاسته راوړنو په اړه رضايت څرګند کړی او غواړي، چې د راتلونکي کال په نندارتون کې ګډون وکړي او خپل نور زيات توليدات نندارې ته وړاندې کړي.