اسرائیل: د فلسطین مالیاتي عایدات نيسو
CMG2022/08/01 11:47:30
شريکول:

د اسرائیل حکومت د جولای په ۳۱مه نېټه پرېکړه کړې، چې د فلسطین له راټولو شویو مالیاتي عایداتو څخه به شاوخوا ۱۷۶ میلیونه ډالره کم کړي.

د اسراييل حکومت ادعا کوي، چې فلسطين په ۲۰۲۱م کال کې همدومره اندازه پیسې د اسرئیل په زندانونو کې فلسطيني بنديانو ته ورکړې وې.

د اسرائیل حکومت په ټينګار ويلي، چې په راتلونکي ۲۰۲۳م کال کې به هم د فلسطين له عايداتو هره مياشت پيسې کمې کړي.

د فلسطین د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند نبيل ابوردينه د اسرائیل د یادې پرېکړې سخته غندنه کړې او دغه کړنه يې نامسئولانه چلند او له نړیوالو قوانینو څخه څرګنده سرغړونه بللې ده.

نبيل پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې پر اسرائيل فشار راوړي، څو له داسې لمسوونکو کړنو لاس واخلي.(هیله)