چين: تایوان ته به د پیلوسي سفر بدې پایلې ولري
CMG2022/08/01 17:53:25
شريکول:

د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اګست په لومړۍ نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، هېواد يې ډېر ځلې تایوان ته د امریکا د ولسي جرګې د مشرې نانسي پيلوسي د سفر په اړه جدي دريځ څرګند کړی دی، که هغه تایوان ته سفر وکړي، نو سفر به يې بدې پایلې ولري او امريکا دې د دغه سفر مخه ونيسي.

نوموړي وويل: «د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د امريکا له ولسمشر جوبايډن سره د ټيلېفوني خبرو پر مهال پر دې ټينګار کړی، چې د تایوان په اړه د چين د حکومت او ولس ثابت دی،  يو ملیارډ او ۴۰۰ ميليونه چينايان د خپل ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ساتلو لپاره ټينګ عظم لري.»

نوموړي وویل، د ولسونو ارادې ته بايد درناوی وشي او څوک چې له اور سره لوبه کوي، خامخا به وسوځي، چين باور لري، امريکا د چين څرګند او روښانه پيغام درک کړی، که پيلوسي تایوان ته سفر وکړي، نو دغه سفر به يې د چين په کورنیو چارو کې د بربنډې مداخلې معنا ولري، چین به د امریکا دا اقدام په خپلو کورنيو چارو کې لاسوهنه او  پر ملي حاکمیت تېری وګڼي،  د يوه چين پېژندنې اصل به تر پښو لاندې شي، د تایوان تنګي ثبات او ټيکاو به وګواښي او د چین او امريکا خپلمنځي اړيکې به ډېرې خرابې شي. 

جاو لي جيان همدارنګه زیاته کړه، چې د چين پوځ به غلی پاتې نه شي او حکومت به يې د هېواد د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا لپاره په کلکه ځوابي تدابير ونيسي.