د پاکستان په جنوب سمندر غاړه کې شپږ تنه ډوب شوي
CMG2022/08/01 11:00:33
شريکول:

د پاکستان يو ژغورونکي سازمان خبر ورکړی، چې د جولای په ۳۱ مه نېټه د دغه هېواد د هاوکس بۍ په ساحل کې دوه ځوانان د لامبو وهلو پر مهال ډوب شوي او ژغورونکي ډلې يې له اوبو د دوی جسدونه را ايستلي دي.

په همدې ورځ څلور نور کسان هم د هاوکس بۍ ساحل ته نږدې د لامبو وهلو پر مهال ډوب شوي دي.

ياد ژغورونکی سازمان  وايي، چې له دغو څلورو کسانو څخه يې د دوو جسدونه موندلي او د دوو جسدونه لا هم تری تم دي.

پولیسو يادې سمندري سيمې ته د خلکو په ورتګ بندیز لګولی دی.

د پاکستان په جنوب کې په دې وروستیو کې، د سختو بارانونو او سیلابونو له امله د هاوکس بۍ ساحل سمندري څپې ډېرې زوروې شوې دي.

(ژباړه: شکريه)