اوکرايني بې پيلوټه الوتکو د جولای د ۳۱مې نېټې په سهار د روسيې د تور سمندرګۍ د پوځي بېړیو پر مقر بريد کړی دی.
د روسيې خبري رسنیو ويلي، چې د اوکراين د دغه بريد له امله د ياد مقر پنځه کارکوونکي ټپیان شوي او په سيمې کې د روسي سمندري ځواکونو ورځني فعاليتونه هم په ټپه دريدلي دي.
د اوکراين خبري اژانس د دغه هېواد د زاپوروزيه ايالت د پوځي ادارې د مشر اليکساندر ستاروچ په قول ليکلي، چې روسيې د ازوف سمندرګۍ په سواحلو کې برديانسک بندر د اوکراين د غلو دانو د لېږدولو لپاره کارولی او يوازې په تېر جون کې یې پر ياد بندر شاوخوا اوه زره ټنه خوراکي توکي لیږدولي دي.
(ژباړه: شکريه)