د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو د کانګو او یوګانډا پولې ته نږدې پر خلکو ډزې کړي، چې له امله یې څو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتټونیو ګوټرېش د جولای په ۳۱مې په یوې اعلامیې کې پر يادې پېښې غوسه ښودلې او مجرمينو ته یې د سختې سزا غوښتنه کړې ده.
ګوټرېش ويلي، چې يادې پېښې هغه ډېر مایوسه کړی دی.
نوموړي د وژل شویو کسانو له کورنیو، د کانګو خلکو او حکومت سره ژوره خواخوږي او ټپیانو ته يې د ښې روغتيا هيله څرګنده کړې ده.