د چين د الوتکو کوماک کمپنۍ د اګست په لومړۍ نېټې اعلان کړی، چې C919 مسافر وړونکې الوتکې يې د چين له ملکي هوايي چلند ادارې څخه د جواز اخيستلو په پار ازمويښتي پرواز کړی دی.
C919 الوتکه د چين لخوا جوړه شوې او د پوهنې ملکيت حق يې هم پر همدغه هېواد پورې اړه لري.
د مالوماتو له مخې، د دغې الوتکې د جوړولو معيار د A320 او 737 بوينګ الوتکو له معيارونو سره برابر ښودل شوی دی.
د کوماک کمپنۍ خبر ورکړی، چې تراوسه ۲۸ مشتريانو د ۸۱۵ C919 الوتکو د اخيستلو فرمايش ورکړی دی.