وانګ يي: امريکا د تايوان په مسئله کې له کړو ژمنو سرغړونه کړې او باور يې بایللی
CMG2022/08/02 20:29:13
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په دوهمه نېټه په يوه مرکه کې د تایوان په اړه د چين دريځ بيان کړ.

وانګ يي وویل، چې د يو چين پېژندنې اصل د نړيوالې ټولنې لخوا پېژندل شوی او دا اصل له بېلابېلو هېوادونو سره د چين د اړيکو سياسي ‌بنسټ دی.

ده وویل چې دا اصل د چين اساسي ګټو محور او سره کرښه هم ده.

نوموړي زياته کړه چې ځينې امريکايان د تايوان په مسئله کې د چين ملي حاکميت چلنجوي، د يو چين پېژندنې اصل تر پښو لاندې کوي او هڅه کوي، چې د تايوان په تنګي کې جنجالونه راوپاروي. چينايان دغه اقدامات هېڅ نه مني او نړيواله ټولنه هم دغه بې اساسه لمسون کوونکې کړنې غندي.

وانګ يي وويل، په دې وروستیو ورځو کې د منځنۍ اسيا د اړوندو هېوادونو مشرانو له ده سره د کتنې پر مهال په څرګنده توګه ویلي، هغوی د يو چين پېژندنې له اصله ملاتړ کوي او پدې اند دي چې تايوان د چين نه بېلېدونکې برخه ده او دوی د چين په کورنيو چارو کې له بهرنيو مداخله کوونکو سره مخالفت کوي.

وانګ وویل چې امریکا د تايوان په مسئله کې کړې ژمنې نه دي عملي کړې او په دې سره يې خپل ملي باور له لاسه  ورکړی دی.

ده وویل چې ځيني امريکايي سياستوال په دې مسئله کې د خپلو شخصي ګټو په خاطر له اور سره لوبه کوي او له يو مليارډ او ۴۰۰ ميليونو چينايانو سره  دښمني کوي، نو د هغوی عاقبت به خامخا بد وي. امريکا اوس پر نورو باداري له لاسه ورکړې او نړيوال به دا ډېر درک کړي چې دغه هېواد تر بل هر چا  ډېر د نړيوال امن او ټيکاو پر زيان دی.