وانګ يي به د کموډيا په رسمي بلنه په یو لړ غونډو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړي
دغه خبر د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون اینګ د اګست په دویمه نېټه په یوه مطبوعاتي غونډه کې اعلان کړ.
دې وویل چې د چین د دولتي شورا غړی او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي به د کمبوډيا د مرستيال لومړي وزير او خارجه وزير، پراک سخون په بلنه د اګست له ۳ تر ۵ مې نېټې دغه هېواد ته سفر وکړي او په «پنوم پنه» کې به د چین- اسيان (۱۰+۱) د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې به ګډون وکړي.
دې زیاته کړه چې ښاغلی وانګ يي به دغه راز د اسيان، چين، جاپان او د کوريا جمهوريت (۱۰+۳) د بهرنيو چارو وزيرانو، د ختيځې اسيا سرمشريزې د بهرنيو چارو وزيرانو او د اسيان د سيمه يیز فورم د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډو کې هم ګډون وکړي.