د ايران د اټومي انرژۍ سازمان وياند بهروز کمالوندي د اګست په لومړۍ نېټه ويلي، چې د دغه هېواد د يورانيومو د غني کولو سلګونو سنټرفيوژونو بيا کار پېل کړی او په دې اړه يې د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان ته خبر ورکړی دی.
نوموړي په همدې ورځ په يوې مرکې کې ويلي، چې په يادو سنټرفيوژونو کې د IR-1 او IR-6 پياوړي سنټرفيوژونه هم شامل وي.
نوموړي زياته کړې، چې د ايران اټومي انرژۍ سازمان د هېواد د پارلمان د يوې تګلارې په لارښوونې او ملي اړتياوو ته په کتو د يورانيمو د غني کولو کچه لوړوي.
(مينه)